په امریکا کې په کرونا د اخته کسانو شمېر څلور میلیونو ته نږدې شوی دی. د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې د کرونا وبا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۴۳ زره تنو ته رسېدلی دی. د رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویل شوي، امریکا کې په هر ساعت کې د کرونا ۲۶۰۰ نوې پېښې ثبتیږي، چې په نړۍ کې تر ټولو لوړ شمېر دی. نیویارک چې په امریکا کې دننه تر ټولو ډېره ځپل شوې سیمه بلل کېږي، د همدې ناروغۍ له کبله د مړینې شمېر هم پکې تر ټولو ډېر دی. خو د ناروغانو شمېر بیا په دې وروستیو کې د فلوریډا او ټکزاس په څېر سویلي ایالتونو کې ډېر شوی دی.
































