د چين دولت رييس شي جين پينګ تېره ورځ د امريکا د سانفرانسیسکو ايالت کې د دغه هېواد له ولسمشر جوبايډڼ سره ليدلي دي. د چين ولسمشر په دې ليدنه کې ويلي، چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په نړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخېزې اړيکې دي او باید د نړۍ بې ساري بدلونونو ته په کتو تر غور لاندې ونيول شي. نوموړي ويلي، چې د چين او امریکا ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لار له تېرو څه باندې ۵۰ کلونو راهیسې هيڅکله هواره نه ده پاتې شوې او کله کله ستونزې پکې رامنځته شوي، خو بيا هم پرمختګ يې کړی دی. هغه زياته کړې،دواړه لوی هېوادونه تګ راتګ ته اړتيا لري، هغه نيت چې یو د بل بدلول غواړي، نه پوره کېږي او دغه راز د شخړو او تقابل نتيجه د هیچا لپاره د منلو وړ نه ده. دده په وينا، چين او امريکا په ګډه په ځمکنۍ کره کې ښه ژوند کولای شي او د دواړو هېوادونو برياليتوبونه د يو بل لپاره فرصتونه دي. پينګ ويلي، دی به د امریکا لخ ولسمشر سره په دوه اړخيزو اړيکو کې د هغو مسئلو په اړه خبرې وکړي چې ستراتيژيک، ټولشموله او د لوري د ټاکلو ارزښت لري او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره اهميت لري.
































