د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هېواد ته د څه باندې اوه زره کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی. د دغه وزارت په خبره، د لړم د میاشتې له ۲۴مې تر ۲۶مې نېټې پورې ۷ زره او پنځه سوه او ۶۰ تنه د سپین بولدک او تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د کندهار د سپین بولدک د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، له دغې لارې د څلور زره او ۲۱۲ تنو او د پاکستان له زندانه د څلورو خوشې شویو کسانو په ګډون ۷۶۶ کورنۍ کیږي په جبري توګه بېرته خپل هېواد ته راستنې کړای شوې دي. سرچينه زياتوي، يادې کورنۍ د سپين بولدک په سرحدي اداره کې تر نوم لیکلو وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنرۍ، د ډنمارک د کډوالو شورا، د خوړو نړيوال سازمان او د کډوالو د نړيوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوې دي. د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، د ۲ زره ۷۳۱ کسانو په ګډون ۵۳۴ کورنۍ په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.
































