د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د اوبو بند جوړیږي. د سرپرست حکومت د چارواکو په خبره، دا بند به د ۵۰ مترو په اوږدوالي سره جوړ شي او د ۶۰ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت به ولري. د مسوولینو په خبره د خاشرود بند به ۸ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي. د ملي ټلویزیون د خبر له مخې د سرپرست حکومت مشر د اوبو د دغه بند د جوړولو دنده د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ته سپارلې ده.
































