عامې روغتیا وزارت وایي، په هېواد کې د رحم سرطان ناروغۍ د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې عامه پوهاوی ډېر کړي. د یاد وزارت مسوولین وایي چې دا مهال په کابل، بلخ او هرات کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکزونه فعال دي. که څه هم د عامې روغتیا وزارت د رحم سرطان پر ناروغۍ د اخته ښځو د تازه شمېرو په تړاو څه نه وایي، خو زیاتوي چې په ۲۰۲۰ کال کې په هېواد کې پر دغې ناروغۍ نږدې دوولس سوه ښځې اخته وې. د روغتیا نړۍوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره د دې ناروغۍ پر نه ختمېدو اندېښنه ښودلې ده او ویلي دی، چې د بې وزلو هېوادونو ښځې او دغه راز د بډایو هېوادونو څنډې ته کړای شوې ښځې له دې ناروغۍ ځورېږي.
































