د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو او د ازبکستان د کرنې پوهنتون ترمنځ د کرنیزو زده کړو په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک په تاشکند کې لاسلیک شو. د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به د دواړو هېوادونو متخصصین د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې خپلې تجربې له یو بل سره شریکې کړي او د کرنې وزارت ۶۰ تنه بزګرانو او متخصصینو ته به په تاشکند کې د ازبکستان د کرنې په پوهنتون کې د لنډمهاله او منځمهاله زده کړو زمینه برابرېږي.
































