د افغانستان او ازبکستان د کرنې وزارتونو د چارواکو ترمنځ د درې جلا هوکړه ليکونو پر بنسټ، ازبکستان په افغانستان کې پر ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه د انګورو بڼونه، د څاڅکي اوبو خور په سیستم سمبال بڼونه، د غنمو، پنبې، خټکي او سبو کروندې جوړوي. دغه هوکړه لیکونه د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د مرستیال، د ازبکستان د کرنې وزیر جمشید خواجه یوف او د دواړو هېوادونو د یو شمېر چارواکو په حضور کې د دواړو هېوادونو د کرنې د چارواکو له خوا د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې لاسلیک شول.
































