د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال، دواخان کوريډور د جوړولو چارو د پیل غوښتنه وکړه. محمد یونس مهمند په کابل کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته وویل، چې افغانستان اوسمهال د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او د پاکستان په کراچۍ بندر کې ستونزې یوڅه حل شوې او اوس د ۳۳۸۰ کانټینرونو یوه برخه د افغانستان پر لور حرکت ورکړل شي. د مهمند د معلوماتو له مخې؛ اوسمهال له پاکستان او ایران سره د هېواد بندرونه فعال دي او دغه راز له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او چین سره د افغانستان سوداګریزې چارې په عادي ډول روانې دي او صادرات هم مخ پر وړاندې دوام لري. هغه وویل چې له مرکزي آسیا او ایران سره د افغانستان تجارت د تېر کال په پرتله د پرمختګ په حال کې دی او د افغانستان خصوصي سکتور له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې د یادو سوداګریزو او ټرانزیټي لارو ترڅنګ، هر څومره ژر چې امکان ولري؛ د واخان کوریډور د جوړولو کار پیل کړي. مهمند ژمنه وکړه چې د افغانستان خصوصي سکتور د واخان کوریډور دهلیز په جوړولو کې، د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ دی او بشپړ ملاتړ یې کوي.
































