د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، نن په سرپل ولایت کې د آمو نفتي حوزې له اتو نورو څاګانو څخه د نفتو د استخراج پرانیسته وکړه. د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، چې سرپرست حکومت د ټولو ولایتونو متوازن پرمختګ ته پاملرنه کړې او دا دی نن يې په سرپل کې د یوې مهمې پروژې د پرانیستې وکړه چې لومړۍ ګټه به یې د همدغه ولایت اوسېدونکو ته ورسېږي. د نوموړي په خبره، د دې مهمې پروژې په پيل سره به په سرپل ولایت کې لوی مجهز روغتون، د خلکو له غوښتنې سره سم معیاري سړک او همدا راز د اوبو بند هم جوړ شي، چې زرګونو کسانو ته به کاري فرصتونه برابر او د هېواد په اقتصادي وده او د عواید په زیاتوالي کې به مهم رول ولوبوي. هغه، له قراردادي شرکت څخه غوښتي چې د یادې پروژې کارونه د قرارداد مطابق په ښه ډول ترسره او د سرپل د اوسېدونکو اړتیاوو ته په کتو دې په دغه ولایت کې عامالمنفعه پروژې بشپړې کړي. د آمو نفتي حوزې د اتو نورو څاګانو په فعالېدو سره به د نفتو په استخراج کې په ورځني ډول ۸۰۰ متره مکعب زیاتوالی راشي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې به یې ۱۰ نورې څاګانې هم فعالې شي.
































