وسله وال طالبان وایي افغان حکومت پر هغو طالبانو چاپې وهي چې تازه له بنده خوشي شوي دي. د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي دوی ټولو خوشي شوو بندیانو ته لارښوونه کړې چې په کورونو پاتې شي او د جګړې ډګر ته ستانه نه شي، خو د افغان حکومت استخباراتي اداره پر دوی چاپې وهي او کمینونه ورته نیسي. د شاهین په وینا دا هر څه د سولې په لار کې د خنډ جوړولو په مانا ده چې د بدو عواقبو مسوولیت به یې د افغان حکومت پر غاړه وي. تر دې وړاندې د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد ویلي وو چې د حکومت له بنده خوشي شوي طالبان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي او ان ځينې یې له افغان سرتېرو سره په مخامخ نښتو کې وژل شوي هم دي. حکومت ویلي وو چې د طالبانو دا کار د هوکړې خلاف دی او ښه به وي چې نړیوال دې مسئلې ته متوجه شي.
































