په هلمند ولایت کې د پنبې د پروسس یوه کارخونه پرانیستل شوه. د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کارخونه د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت سره په پنځو میاشتو کې بشپړه شوې، چې په ساعت کې د ۱۰ ټنه دانه لرونکې پنبې د پروسس تر څنګ به غوړي، کنجاړه او صابون هم تولیدوي. ياده فابريکه کې ۲۰۰ کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه هم برابره شوې ده. په هلمند کې ۷۰ بېلا بېلې کارخونې فعالې دي چې ۴۹ پکې یوازې د پنبې د پروسس دي.
































