چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

کوپ ۲۸ غونډه د اقليم د مديريت په لاروچارو کار کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 4, 2023
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو ۲۸ مه غونډه يا کوپ ۲۸ (COP28) د ډسمبر په درېيمه د عربي متحده اماراتو په دوبۍ کې پرانيستل شوه.

د کينيا، اتوپيا او سومالي هېوادونو په ګډون یو شمېر افريقايي هېوادونه په تېرو څلوېشتو کلونو کې له بې مخينې سختې وچکالۍ تازه تېر شوي او دا اوس بیا له سېلابونو سره مخ دي. د اقليمي بدلون د اړوندې څېړنې نتيجه ښيي، چې په دغو افريقايي هېوادونو کې وچکالي او سېلابونه د انسانانو د فعاليتونو په خاطر د رامنځته شوي اقليمي بدلون له امله شوي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د يادو افريقايي هېوادونو تجربه د اقليمي بدلون يوازينی مثال نه دی. تېر کال په نایجريا کې ډېر سخت بارانونه واورېدل او په تېرو لسو کلونو کې بې مخیني سخت سېلابونه سبب شوي چې له امله يې په څلورو مياشتو کې  ۶۰۰ کسان مړه شوي، يو میليون او ۳۰۰ زره تنه بې کوره شوي او ۸۲ زره ودانۍ او ۱۱۰ زره هکتاره کروندې ويجاړې شوې دي.

يادې ټولې پېښې د نړیوال اقليمي بدلون په سبب رامنځته شوې. په ګرمه هوا کې زيات بخار شته او تبخيرېږي، چې د زیاتو وچکالیو او سېلابونو سبب کېږي.

په داسې حال کې چې په نړۍ کې د هوا تودخه لاپسې لوړه شوې او د اقليمي ناورين خطرونه ورځ تر بلې زیات شوي، زیاتو هېوادونو د اقلیمي بدلون د مخنيوي اهميت درک کړی دی. د کوپ ۲۸ په غونډه کې چې اوس په دوبۍ کې روانه ده، تر ۷۰ زرو زياتو کسانو ګډون کړی، چې پيمانه يې تر پخوانيوغونډو لويه ده.

عربي متحده امارات د سږنۍ غونډې د ترسره کولو ځای دی او دغه هېواد د انسانانو پر وړاندې ګډې ستونزې او ننګونې انعکاسوي. د عربي متحده اماراتو څه باندې ۶۰ کلن تاريخ له صنعتي انقلاب وروسته د بشري ټولنې د ۲۰۰ کلن چټک پرمختګ هنداره ګڼل کېږي. په دغه بهیر کې فوسيل سون توکي انسانانو ته ګڼ شمېر شتمنۍ جوړې کړې دي، خو د کارولو په بهیر کې يې د شنو خونو ګاز ايستل شوی چې په خاطر يې په منځني ختيځ کې په دوبي فصل کې د هوا تودخه مخ په لوړېدو ده او د پرله پسې وچکالۍ سبب شوې ده، دغه راز د سمندر سطحه يې هم مخ په پورته کېدو ده او په ساحلي ښارونو کې د اوسېدونکو ژوند ګواښي.

عربي متحده امارات د نړۍ پنځم لوی نفتي هېواد دی، د ډول ډول اقليمي ننګونو پر وړاندې دغه هېواد اوس اړ شوی چې د انرژۍ د توليد لارې چارې اصلاح کړي. د دغه هېواد پلازمېنې ابوظبۍ ته نږدې صحرايي سيمه کې لوی لمريز يا سولر برېښناکوټ الظفره (Al Dhafra ) جوړ شوی. دغه برېښناکوټ په نړۍ کې تر ټولو لوی سولر برېښناکوټ دی او د يوې چيني تصدۍ لخوا جوړ شوی او د ۲۰۰ زرو کورنيو اړتياوې پوره کولی شي، د يادونې وړ دا ده چې د دغه برېښناکوټ په فعالېدو سره هر کال د کاربن دای اکسايډ د ايستنې اندازه کې ۲ ميليونه  او ۴۰۰ زره ټنه کموالی راځي، چې دغه رقم د ۵۰۰ زرو موټرو د ايستل شوي  کاربن دای اکسايډ له رقم سره برابر دی او پدې سره په عربي متحده اماراتو کې پاکې انرژۍ د ټولو کارول شوو انرژيو په حجم کې له ٪ ۱۳ زیاته برخه جوړوي.

چين همېشه ايکولوژۍ ساتنې ته ډېره پاملرنه کوي او د اقليمي بدلون په مخنيوي کې ډېرې هڅې کوي. چين په نړۍ کې تر ټولو لويه د پاکو انرژيو برېښنايي توليدي شبکه جوړه کړې او له بيا کاروونکو انرژيو په استفادې يې د برېښنايي جنراټورونو ظرفيت له یو میليارډ او ۳۰۰ ميليونو کيلو واټو اوښتی دی. دغه راز په چين کې د هوا د کيفيت د ښه والي سرعت او په تېرو شلو کلونو کې يې د ځنګلونو د زیاتېدو سرعت په نړۍ کې تر ټولو چټک دی.

د الظفره سولر برېښناکوټ له جوړېدو مخکې چیني تصديو په ۲۰۱۹ م کال کې په افريقا کې د ګاريسا (Garissa) ۵۰ميګاواټه سولر برېښناکوټ جوړ او فعال کړی چې هر کال تر ۷۶ ميليونو کيلوواټ اور (kWh)  زیاته برېښنا توليد وي او د ۷۰ زرو کورنيو د ۳۸۰ زرو کسانو اړتياوې پوره کوي. سربېره پردې چيني تصديو په ۲۰۱۷ م کال په جنوبي افريقا کې د باد برېښناکوټ  جوړ کړی او اوس په انګولا کې د افريقا تر ټولو لوی د اوبو برېښناکوټ د جوړولو په حال کې دی.

د کوپ ۲۸ غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو ګډونوال اوس د ځمکنۍ کرې او انسانانو پر راتلونکې تمرکز کوي. د چين مشرانو ويلي چې هېواد به يې د مسئول هېواد په توګه له نورو هېوادونو سره د اقليم د مديريت لپاره ګډ کار وکړي او خپلې پوهې او بصیرت به وکاروي.

Previous Post

په تېرو پنځو ورځو کې ۱۶ زره افغان کډوال له ایرانه اېستل شوي

Next Post

د امو له نفتي حوزې د ورځې ۸۰۰ ټنه تېل استخراجیږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د امو له نفتي حوزې د ورځې ۸۰۰ ټنه تېل استخراجیږي

د امو له نفتي حوزې د ورځې ۸۰۰ ټنه تېل استخراجیږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په سرپل کې د یوه ماین چاودنې شپږ ماشومان وژلي دي

په سرپل کې د یوه ماین چاودنې شپږ ماشومان وژلي دي

سپتمبر 3, 2020

شي جین پینګ د هنګري او چيني ژبو ښوونځي زده کوونکو ته ځوابي پيغام ليږلی

جنوري 31, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ