د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر وایي چې په بیړنیو مرستو ستونزه نه حل کېږي، بلکې پکار ده چې راستنېدونکو کډوالو ته اساسي خدمتونه وړاندې شي. د یاد وزارت پر ټویټر پاڼه لیکل شوي چې سرپرست وزیر په تورخم کې د اروپایي ټولنې له شارژدافيرې رافيلا یودیچه او د یوشمېر موسسو له استازو سره په لیدنه کې ویلي ښایي د ژمي په رارسېدو سره د کډوالو ستونزې نورې هم زیاتېږي، نو پکار ده چې د بیړنیو مرستو پرځای دوی ته د کور جوړولو او کاري فرصتونو په برخه کې پر معیاري او اساسي خدمتونو تمرکز وشي. په دې کتنه کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې د پاکستان وروستۍ پرېکړه د کډوالو په حق کې ښکاره ظلم بللی او ویلي یې دي چې دوی به په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو ملاتړ ته دوام ورکړي.











