د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند په حسن آباد سیمه کې د جاپان هېواد په مالي ملاتړ او په اسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو موسسې له لوري د طبیعي پېښو د تاثیراتو د کمښت په برخه کې د ظرفیت لوړونې پروژې له لارې د سیند په مسیر د یو استنادي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې. د یاد ولایت والي وویل چې دغه دېوال ۵۰۰ متره اوږدوالی، ۴ متره لوړوالی او ۳ متره پلنوالی لري؛ چې ۱۵۵ زره امریکايي ډالره لګښت پرې راځي او د څلور میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي. د نوموړي په خبره د یادې پروژې په بشپړېدو سره به شاوخوا زر جریبه ځمکه او ۵۰۰ کورونه د سېلابونو له خطر څخه خوندي شي.
































