د فراه ولایت د مرکز اړوند د سور او شوراب او شمالګاه په کليو کې د کرنيزو ځمکو د خړوبولو په موخه په کنسک کلي کې د ۵،۵ ميليونه افغانيو په لګښت یو سربند جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د ياد سربند د پرانيستې پر مهال د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست استازي ماسټر توريالي نوري وويل چې دا سربند د (UNDP) مؤسسې په مالي ملاتړ د ۱۲۰ مترو په اوږدوالي، د دوو ۴۰ متره استنادي دېوالونو او اړوند نورو چارو په لرلو سره د ۵.۵ ميليونو افغانيو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې په مستقيمه توګه له دې سربند څخه د (شمالګاه، سور او شوراب) کليو وګړي ګټه اخلي او له ۱۵-۲۰ زره جريبه پورې ځمکه خړوبوي.
































