دکندهار په لوړ شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ۴۰ ميليونو افغانيو په لګښت ۳۵ کیلو متره سړک او ۴۶ پُلچکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. دغه سړک د کندهار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست تر چتر لاندې د «یونپس» موسسې په مالي لګښت او د (سي ايچ اې) موسسې په تخنيکي همکارۍ د لوړ شاه ولیکوټ د توغراک له سیمي څخه بیا د زابل د مېزاني ولسوالۍ د دروشک سیمي پورې غځېدلی، جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.
































