د هلمند ولایت په مرکزي کرکټ لوبغالي کې د لښکرګاه ښاروالۍ او بست خصوصي پوهنتون په مالي ملاتړ د څلورو ولایتونو ترمنځ د «قوش تېپې کانال» په نوم ولایتي سیالۍ پیل شوې. د یادو سیالیو د پیل پرمهال د دغه ولایت د کرکټ آمر محمد ذاکر عمري وویل چې دا سیالۍ د هلمند، کندهار، غزني او پکتیکا ولایتونو څخه ۶ لوبډلو په ګډون پیل شوې چې ۱۲ ورځې به داوم وکړي. نوموړي زیاته کړه د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی او د لوبغاړو د تجربو شریکول دي. ورته مهال یو شمېر لوبغاړي د دا ډول سیالیو په لاره اچول مهم ګڼي او وايي چې د دغه ډول سیالیو په لاره اچول د تجربو د شریکولو لپاره ګټورې بولي.
































