په ميدان وردګو ولايت کې د ۳۰ ميليونه افغانيو په لګښت د عامې روغتیا رياست اړوند ۵ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دغه پروژو کې د چک او سیدآباد ولسوالیو د روغتونونو بيارغونه، طبي وسایل، او ملک محمد خان روغتون ته د برېښنا رسولو پروژې شاملې وې. د عامې روغتيا وزارت اداري معین محمد اسحاق صاحب زاده د يادو پروژو د پرانيستې پر مهال وویل، چې یاد روغتونونه چې په تېرو جګړو کې ویجاړ شوي وو، له سره ترمیم او یو شمېر پرمختللي طبي ماشینونه ورته وسپارل شول. په ورته وخت کې د ياد ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر زرک ځیرک ویلي، چې په یادو پروژو کې د سیدآباد ولسوالۍ روغتون کې د بستر لپاره ودانۍ، د دواړو روغتونونو ترمیم، او طبي وسايل شامل دي. نوموړي زیاته کړه، چې د دې سربېره يې د سیدآباد ولسوالۍ روغتون لپاره ۲۴ ساعته برېښنا هم برابره کړې ده.











