پاکستان د هغو افغان کډوالو لپاره چې په دغه هیواد کې بهرنیو هیوادونو ته د تګ په موخه پراته دي؛ تازه پرېکړې کړې دي. د یادو افغان کډوالو په اړه په اسلام اباد کې پرون کابینې پرېکړه کړې، چې د روانې ډیسمبر میاشتې د ۳۱ مې نېټې په ځای به په پاکستان کې د دغو کډوالو د اوسیدو نېټه د ۲۰۲۴ کال د فبروري تر ۲۹ مې نېټې پورې وغځول شي. د کابینې د پرېکړې له مخې، که چېرته تر دې نېټې وروسته دا افغانان په پاکستان کې پاتې شول؛ نو ۸ سوه ډالر به جریمه کیږي او د میاشتې به ۱۰۰ ډالره حکومت ته ورکوي. پاکستان د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې اعلان کړی و، چې څه باندې ۱۱ لکه افغان کډوال چې د دوی په وینا په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري له خپلې خاورې باسي. له دې ډلې د راپورونو له مخې تر اوسه شاوخوا ۴ نیم لکه افغانکډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
































