چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين او ويتنام ترمنځ د اړيکو نوی لوری هغه څه دي چې خلک يې غواړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 15, 2023
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې له ويتنام څخه ليدنه وکړه او د دغې ليدنې تر ټولو مهمه سياسي لاسته راوړنه دا ده، چې دواړو خواوو د چين او ويتنام د ستراتيژيک اهميت لرونکي ګډ برخليک ټولنې د جوړولو اعلان کړی او د دواړو هېوادونو د ګوندونو او دولتونو تر منځ د اړيکو د نوي پړاو پرانيستلو څرګندوی دی. د ويتنام خبري اژانس په اشارې سره ويلي، چې له ويتنام څخه د شي جين پينګ ليدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ نوی تاريخي پړاو دی او د دواړو هېوادونو خلکو ته د ګټو رسولو ټينګ هوډ ښکارندوی هم دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

دا له ۲۰۱۵م کال راهيسې درېيم ځل دی، چې شي جين پينګ له ويتنام څخه ليدنه وکړه او د دواړو هېوادونو اړيکو ته د چين لوړې پاملرنې څرګندوی دی. ويتنام په ډېرو لوړو تشریفاتو سره د چين د رهبر هرکلی وکړ. شي جين پينګ په جلا جلا توګه د ويتنام د کمونېست ګوند د عمومي منشي نګوين فو  ټرونګ په شمول له مشرانو سره خبرې اترې وکړې او د دواړو هېوادونو د ځوانانو او دوستانه شخصيتونو له استازو سره يې وکتل.

د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې د سوسياليستي هېوادونو په توګه چين او ويتنام يو شان سياسي نظام لري، د يو بل پر نظريې پوهېږي او د پرمختګ ورته لارې غوره کوي. د دواړو هېوادونو د کمونېست ګوند مشرانو د ۱۹۹۹م کال په پيل کې د نوې پېړۍ لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ د دايمي ثبات، راتلونکي ته په کتو، د ښه ګاونډيتوب او دوستۍ او د هراړخيزو همکاريو پر بنسټ د اړيکو چوکاټ تایيد کړ. دواړو هېوادونو په ۲۰۰۸م کال کې هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې دوستانه اړيکې جوړې کړې. دا ځل دواړو خواوو د چين او ويتنام د ستراتيژيک اهميت لرونکي ګډ برخليک ټولنې د جوړولو اعلان وکړ.

اړوندو سياسي پوهانو وويل، چې د چين او ويتنام د اړيکو نوی لوری د دواړو هېوادونو د سياسي ګوندونو او دولتونو ترمنځ د عنعنوي دوستۍ ژوروالی او پراخوالی دی، په وروستيو کلونو کې د دواړو خواوو د مشرتابه تګ راتګ د نژدې او واقعي همکاريو د لاسته راوړنو د زياتولو اړينه ټاکنه هم ده، چې د دواړو هېوادونو د خلکو له ګډو ګټو او هيلو سره سمون لري. د دغه لوري اغېزه به نه يوازې دواړو هېوادونو، بلکې د سيمې سولې او پرمختګ ته ګټې ورسوي.

د راتلونکي نقشه جوړه شوې ده، کليدي برخه عملي کول دي. شي جين پينګ له نګوين پهو ټرونګ سره د خبرو اترو په ترڅ کې د چين او ويتنام د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په هکله څو فقره ييز وړانديزونه وکړل او له مخې به يې په سياسي چارو کې سم لوري وټاکي، په امنيتي چارو کې دې يو پر بل ټينګ باور ولري، په واقعي همکاريو کې دې کيفيت او کچې لوړې کړي، د خلکو د نظريو لپاره دې زيات کارونه تر سره کړي، په نړيوالو او سيمه یيزو مسئلو کې دې همغږۍ زیاتې او نژدې کړي، په سمندر پورې اړوند لرونکو مسئلو کې دې توپيرونه کنټرول کړي. دغه وړانديزونه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ثابت راتلونکي لپاره لوري روښانه کړي.

د سياسي او امنيتي همکاريو په برخو کې چين وړانديز کوي، چې دواړه هېوادونه بايد د سياسي ګوندونو او دولتونو د ادارې په چارو کې خپلې تجربې شريکې کړي، د ټولنيز ثبات او ملي يووالي لپاره د ويتنام له هلو ځلو څخه به ملاتړ وکړي او په ګډه دې د نړيوال عدالت ساتنه وکړي. ويتنام څرګنده کړه، چې پر خپلواکه ډيپلوماتيکه تګلاره به ټينګار وکړي، د چين په کورنيو چارو کې د نورو ځواکونو له لاسوهنې سره به مخالفت وکړي، له چين سره د اړيکو پرمختګ ته به لومړيتوب ورکړي او دا ستراتيژيکه ټاکنه بولي. د چين لخوا له يو لړ نړيوالو وړانديزونو څخه به ټينګ پلويتوب وکړي او ورسره به ګډون هم وکړي. دغه څرګندونې د دواړو هېوادونو متقابل ستراتيژيک باور پياوړی کړی او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو سياسي بنسټ يې ټينګ کړی.

اقتصادي او تجارتي همکارۍ د چين او ويتنام ترمنځ د اړيکو يوه مهمه برخه ده. په دې وروستيو کلونو کې د چين ګن شمېر ښه کيفيت لرونکي کرنيز توليدات چيني بازار ته وړاندې کړی شوي دي، چيني تصديو په ويتنام کې يو لړ پروژې عملي کړې، چې د ځايي اقتصاد او ټولنې پرمختګ هڅونه يې کړې. د شمېرنې له مخې، چين په مسلسلو ۱۶کلونو کې د ويتنام تر ټولو لوي سوداګريز همکار دی او ويتنام په اسيان کې د چين تر ټولو لوی سوداګريز همکار او د نړۍ څلورم سوداګريز همکار دی.

 د روان کال په لومړيو ۱۱میاشتو کې د چين او ويتنام تر منځ د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۱۴۵۰ميليارډ يوانو ته رسېدلی دی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳اعشاريه ۶سلنه زيات شوی.

اوسمهال په چين کې د چيني شکله عصري کېدو ابادۍ کارونه روان دي او په ويتنام کې د صنعتي او عصري کېدو بهير هم چټک شوی، نو په دې حالت کې د  دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو فرصتونه به لا نور زيات شي. د چين او ويتنام ترمنځ د اړيکو ټينګښت د خلکو په دوستۍ ټينګ تړاو لري. د دواړو هېوادونو تر منځ فرهنګي او کلتوري تبادلې او د خلکو تګ راتګ هم ډېر نژدې شوی دی.

چين او ويتنام د ستراتيژيک اهميت لرونکي ګډ برخليک ټولنې اړيکې جوړوي او دا نوی پيل به نه يوازې د دواړو هېوادونو خلکو ته ښه راتلونکي جوړه کړي، بلکې د اسيا او ارام سمندر سيمې او ټولې نړۍ ته به  لا نورې فعالې انرژۍ برابرې کړي.

Previous Post

شي جين پینګ د ګوانګ شي کورواکې سيمې له لای بين ښارڅخه لېدنه وکړه

Next Post

کندوز کې د برېښنا ۱۸ ترانسفرمرونه نصب شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کندوز کې د برېښنا ۱۸ ترانسفرمرونه نصب شوي

کندوز کې د برېښنا ۱۸ ترانسفرمرونه نصب شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

دلاور: کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګوونې غوره شرایط برابر دي

دلاور: کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګوونې غوره شرایط برابر دي

جنوري 19, 2022
امریکا: د هند له خوا د روسي تېلو پېرل د منلو وړ نه دي

امریکا: د هند له خوا د روسي تېلو پېرل د منلو وړ نه دي

اگست 4, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved