په تېر یوه کال کې څه باندې ۱۵ زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو هرات ولایت ته سفر کړی، چې په دې وروستیو میاشتو کې په دغه ولایت کې د ګرځندوی صنعت وده کړې ده. د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې په دې موده کې څه دپاسه ۶۰۰ تنه بهرنیو سیلانیانو دغه ولایت ته سفرونه کړي دي. یو شمېر بهرني سیلانیان بیا په دې باور دي چې په افغانستان کې اوسنۍ فضا د سیاحت لپاره چمتو ده امنیت ښه شوی او اوس نه یوازې په ښارونو بلکې په ولسوالیو کې هم د سیلانیانو د تللو لپاره فضا برابره شوې ده.
































