چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

ملګري ملتونه: په شپږو میاشتو کې د جګړو له کبله نږدې ۳۵۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 28, 2020
in افغانستان
0
ملګري ملتونه: په شپږو میاشتو کې د جګړو له کبله نږدې ۳۵۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

سره له دې چې له میاشتو راهیسې په افغانستان کې د سولې هڅې روانې دي، خو دغه هڅې د دې سبب نه شوې چې دلته روانه جګړه پای ته ورسېږي او ملکي مرګ ژوبله راکمه کړي. تازه ملګرو ملتونو د روان میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو د تلفاتو راپور خپور کړی دی. په راپور کې راځي چې سلګونو ملکي افغانانو ته په دې شپږو میاشتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د ډېرو تلفاتو مسوول طالبان بلل شوي دي، حکومت هم د تلفاتو مسوول دی، خو طالبان او حکومت د ملکیانو د وژلو پړه پر یو او بل اچوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په وروستیو شپږو میاشتو کې په نښتو او جګړو کې د ملکي وګړو د تلفاتو راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کې راځي چې د روان ۲۰۲۰ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلو ولایتونو کې ۳۴۵۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. له دې ډلې ۱۲۸۲ ملکیان وژل شوي او ۲۱۷۶ نور ټپیان دي. ملګري ملتونه وایي چې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د وسله والو طالبانو په بریدونو او نښتو کې افغان ملکیانو ته اوښتې ده. د سرچینې په خبره، سره له دې چې د تېر کال په پرتله ملکي تلفات ۱۳ سلنه کم شوي، خو بیا هم افغانستان د ملکي وګړو لپاره د نړۍ په کچه تر ټولو خونړی هېواد دی.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

ملګرو ملتونه په دې راپور کې یوې بلې مسئلې ته هم اشاره کړې ده. سرچینه وایي، د طالبانو او افغان ځواکونو له لوري ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو په کچه کې هېڅ راز کموالی نه دی راغلی، دا ۱۳ سلنه کموالی هم ځکه راغلی چې بهرنیو ځواکونو او داعش ډلې بریدونه نه دي کړي. د سرچینې په خبره: ((د خپاره شوي راپور له مخې د ملکي وګړو د تلفاتو د ټیټې شمیرې اصلي لامل د نړیوالو پوځي ځواکونو او د داعش د خراسان څانګې د عملیاتو کموالی دی)).

د یوناما په راپور کې راځي چې د تل په څېر وسله وال طالبان د تر ټولو ډېرې مرګ ژوبلې مسوولین دي. د سرچینې په خبره، طالبانو له بېلو لارو، په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې لاس لرلی او تر پنځوس سلنې د ډېرې مرګ ژوبلې مسوولیت ددوی پر غاړه دی. په راپور کې راځي: ((په ټولیز ډول ۵۸ سلنه ملکي مرګ ژوبله د دولت ضد عناصرو له خوا رامنځ ته شوې چې طالبان یې د ۱۴۷۳ (۵۸۰ وژل شوي او ۸۹۳ ټپیان) مسوول دي)).

د یوناما د راپور پر بنسټ د افغان هوايي ځواک په بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم دوه برابره شوې ده او تر طالبانو وروسته د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې تر ټولو ستر مسوول افغان حکومت دی. د سرچینې د راپور له مخې: ((افغان ملي امنیتي ځواکونه د ملکي وګړو د ټولو تلفاتو د ۲۳ سلنې مرګ ژوبلې ۷۸۹ (۲۸۱ وژل شوي او ۵۰۸ ټپیان) مسوول ګڼل شوي)).

بلخوا بیا افغان حکومت او طالبان د ملکي تلفاتو مسوولیت پر یو بل اچوي. د افغانستان د ملي امنیت شورا د ملګرو ملتونو پر راپور غبرګون وښود او په خبره یې د طالبانو په مستقیمو او غیر مستقیمو بریدونو کې ملکي افغانان مړه کېږي، نو ښه به وي چې دغه ډله د جګړې پر ځای سولې ته غاړه کېږدي او دایمي اوربند وکړي. ملي امنیت شورا وایي، په دې توګه به د ملکي وګړو ژوند په دایمي توګه خوندي شي.

بلخوا طالبان بیا د ملکي تلفاتو پړه پر افغان حکومت اچوي. د دوی په خبره، د حکومتي ځواکونو په هوایي بریدونو، عملیاتو او چاپو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي او باید مخنیوی يې وشي. دوی همدا راز حکومت د سولې په خبرو کې په خنډ جوړولو تورنوي او په وینا یې د حکومت د کړنو له امله جګړه اوږده شوې ده او د سولې پروسه ځنډېدلې ده.

ملګري ملتونه بیا له دواړو ښکېلو لورو غواړي چې ژر تر ژره دې د ملکیانو پر وړاندې دا روانه خونړۍ جګړه ودروي او د سولې لاره دې خپله کړي.

Tags: Top
Previous Post

مایکل روبین: ښايي طالبان د سولې هوکړې ته ژمن پاتې نه شي

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
ملګري ملتونه: په شپږو میاشتو کې د جګړو له کبله نږدې ۳۵۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

عباد: نږدې راتلونکې کې د ټولو روغتیايي کارکوونکو معاشونه لوړوو

عباد: نږدې راتلونکې کې د ټولو روغتیايي کارکوونکو معاشونه لوړوو

مارچ 11, 2024
بلخ کې بېځایه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

بلخ کې بېځایه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

فبروري 17, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved