د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د “افغانستان لپاره د ۲۰۲۴ کال بشري حل” طرحه کې ویلي چې، له ۲۳ عشاریه ۷ مېلیون کسانو څخه چې په راتلونکي کال کې به بشري مرستو ته اړتیا ولري، ۱۷ عشاریه ۳ مېلیون کسانو ته به رسېدنه وشي. په دغه طرحه کې راغلي چې زیانمنوونکو ډلو لکه ښځو او معلولیت لرونکو ته به لومړیتوب ورکړ شي، تر څو روغتیایي او ښوونیزو خدمتونو، خوراکي توکو او پاکو اوبو ته لاسرسی پیداکړي. اوچا ویلي چې د افغانستان نازک اقتصادي وضعیت بشري مرستو ته اړتیا لري.
































