د هلمند ولایت په بهرامچه ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ د فوټبال مسوول له لوري د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ناک اوټ سیالۍ پیل شوې. د دغو سیالیو د پیل په لوبه کې اتحاد لوبډلې خپلې سیالې خراسان لوبډلې ته د ۲-۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه. هېره دې نه وي، چې یادې سیالۍ په ناک اوټ شکل ترسره کېږي او یوه اوونۍ به دوام وکړي.












