د لبنان لومړي وزیر د یاد هېواد د عالي شورا یوې ناستې ته په خبرو کې ویلي چې اسراییل یو ځل بیا د لبنان د حاکمیت پر نقضولو عادت شوي دي او په خبره یې د دې فتنې بله چاره په کار ده. حسان دیاب زیاته کړې، دښمن یو ځل بیا د ټولو اصولو خلاف د لبنان پولو ته څېرمه خطرناک فعالیتونه پیل کړي دي او دا چاره به د اسراییل لپاره بدې پایلې ولري. هغه زیاته کړې، اسراییل په وار وار نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي او نور دې د دوی حوصله نه ازمایي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې که چېرته اسراییل خپلو تحرکاتو ته ادامه ورکړي نو سخت به پښېمانه شي.
































