د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې له کورنیو سرچینو د برېښنا د تولید کچې لوړولو لپاره یې یو لړ پروژې تر لاس لاندې دي. د یاد شرکت ویاند وايي، چې دمګړۍ د افغانستان یوازې ۲۰ سلنه برېښنا له کورنیو سرچینو تولیدیږي او یاد شرکت هڅه کوي، چې د پانګوالو په راجلبولو سره په هېواد کې د کورنیو سرچینو د برېښنا د تولید کچه لوړه کړي. د برېښنا شرکت ویاند وايي، په نږدې راتلونکي کې به په ترخېلو کې د ۴۰ میګاواټه پروژه ، د وردګو د چک پروژه او د پنجشېر پر سیند د بند د جوړولو پروژه پلې کړي، څو د اوبو له سرچینو د برېښنا د تولید ظرفیت لوړ شي. د دغه شرکت په وینا افغانستان د ۲۳ زره میګاواټه اوبیزې برېښنا د تولید ظرفیت لري. په ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې په هېواد کې د برېښنا د تولید ۳۵ بندونه فعال دي چې له دې ډلې ۲۲ یې لوی بندونه دي.
































