د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د بین الافغاني مذاکراتو پر ژر پیلېدو ټینګار کړی دی. د کرزي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، کرزی د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ډېرېدو په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو نه ده خو کلونه کېږي چې افغانان د پردیو د ګټو قرباني دي. خبرپاڼه کاږي، کرزی په هېواد کې د روانې پردۍ جګړې پر افغاني لوریو غږ کوي چې له ورور وژنې لاس پر سر او هر څه ژر بین الافغاني خبرې پیل کړي. خبرپاڼه کې وړاندې د کرزي له قوله راغلي، هېواد کې د روانې اوږدې جګړې د حل لار له تبعیض پرته د سولې پروسه کې د ټولو افغانانو مشارکت دی.
































