د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي، چې په کابل ښار کې يې د ۱۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د فریکونسیو د څار او کنټرول مرکز پرانیست. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دغې مرکز له پرانیستې سره به په هېواد کې د ټولو غیر قانوني فریکونسیانو مخه ونیول شي. دغه راز به په فریکونسیانو کې د مداخله کوونکیو دستګاوو د موقعیت او د غیر قانوني فریکونسیو مشخصات معلوم کړي او د غیر قانوني مخابراتي نشراتو مخه به ونیسي. ویل کیږي، چې له دې سره به د مخابراتي خدمتونو کیفیت لوړ او د فریکونسیانو د منابعو ارزښت هم خوندي شي.
































