سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په ۲۰۲۳م کال کې د نړيوال وضعيت په تړاو د پام وړ پېښې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 29, 2023
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په ۲۰۲۳م کال کې د نړيوال وضعيت په تړاو ډېرې د پاملرنې وړ پېښې رامنځته شوې دي. نړۍ د سياست، اقتصاد، ساينس او ټېکنالوژۍ او د چاپېريال ساتنې په شمول برخو کې له زياتو ننګونو سره مخ ده. بېلا بېل هېوادونه بايد د دغو ننګونو په وړاندې همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه د نړيوال پرمختګ هڅونه وکړي.

د نړۍ په ځينو سيمو کې شخړې لاهم روانې دي

(عکس:د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د نوې دورې شخړې د شدت په حال کې دي)

(عکس: د اوکراين او روسيې ترمنځ د شخړې د بندېدو نښې نښانې نه دي ليدلې)

د اوکراين او روسيې ترمنځ شخړې، چې د تېر کال په فبرورۍ مياشت کې پيل شوې، تر اوسه پورې یې د بندېدو نښې نښانې نه دي ليدلې. د امريکا په مشرۍ ځينو هېوادونو په دې کال کې په پرله پسې ډول له اوکراين سره پوځي مرستې کړې او ورته يې وسلې برابرې کړې او کوي يې. هغه خبرونه په هميشني ډول اورېدل کېږي، چې روسیې او اوکراين يو پر بل بريدونه کړي. نو ځکه دا نه معلومېږي چې دغه شخړې به کله ختمه شي.

متاسفانه نه يوازې دغه بحران لاهم دوام لري، بلکې په منځني ختیځ کې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د نوې دورې شخړې د شدت په حال کې دي او د دې جګړې پېښې لا نورې ويجاړوونکې دي، چې په يوازې څه دپاسه دوو مياشتو کې د يادو شخړو له کبله د جګړې په ښکېلو خواوو کې څه باندې دوه سوه زره تنه مړه شوي او څه دپاسه ۵۰زره تنه ټپيان شوي دي، دغه راز د غزې په تړانګه کې ملکي وګړي له سختو بشري ستونزو سره مخ دي، خو د دايمي اوربند څرک لا هم نشته.

په يوه ژمنه او خوله په نړۍ کې ارامي او سوله لاهم نه ده رامنځته شوې. دا ضروري ده چې نړيوال دې په دې برخه کې ډېرې هلې ځلې وکړي.

ټوله نړۍ د اقليمي بدلون له ګواښونو سره مخ ده، طبيعي ناورينونه په پر له پسې ډول پېښ شوي

(عکس:د افغانستان په کابل کې سيلاب)

(عکس:د امريکې په هاوايي ايالت کې د طبيعي اور لګېدنې وروسته)

نړۍ د انسانانو ګډ کور دی، خو د اقليمي بدلونونو له کبله د ځمکې کرې شکل او بڼه بدله شوې او په دې سره يې نه يوازې پر ايکولوژيکي چاپېريال او اقتصاد بلکې د انسانانو پر روغتيا منفي اغېزې کړې دي. د نومبر په ۳۰مه نېټه د نړيوال اقليمي سازمان اعلان کړی، چې ۲۰۲۳کال د انسانانو په تاريخ کې تر ټولو ګرم کال و. په دې حال کې د يل نينو( El Nino) اندازه ګام په ګام پياوړې شوې او د نړۍ منځني تودوخه په څرګنده توګه لوړه شوې ده.

موږ ټول ليدلی شو، چې په ۲۰۲۳کال کې د افغانستان او چين په شمول زياتو ځايونو کې سېلابونه، سخته وچکالي، خطرناک اور او نور طبيعي ناورينونه زيات رامنځته شوي، له دې کبله د انسانانو لپاره د غلودانو د حاصلاتو مسئلې رامنځته شوې او د خلکو په منځ کې ساري ناروغۍ خپرې شوې. دا لا نوره بېړنۍ او ضروري ده، چې ټول انسانان په ګډه د اقليمي بدلون مسئلې حل کړي.

د مصنوعي شخړو او د طبيعي ناورينونو د مخنيوي لپاره د خلکو هلې ځلې، انسانان بايد د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي

نړۍ ارامه نه ده، خو د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره د انسانانو هڅې لاهم روانې دي. د جګړې اور ته د تېلو اضافه کول به ستونزه حل نه کړي او يوازې شخړې سختوي. شخړې دې څنګه ارامه شي؟ چين د يوه مسؤل هېواد په توګه په دې برخه کې خپل مثبت رول لوبولی او لوبوي يي.

(عکس:د چين په منځګړيتوب سره ايران او سعودي عربستان دواړه هېوادونه روغې جوړې ته ورسېدل)

روان کال دا د پاملرنې وړ خبر دی چې د چين په منځګړيتوب سره ايران او سعودي عربستان دواړه هېوادونه روغې جوړې ته ورسېدل او خپلې ډيپلوماتيکې اړيکې يې احیا کړې او په دې سره يې سلګونه متخاصمې اړيکې ختمې کړې دي. دا د منځني ختيځ لپاره يو ښه زېری دی.

د روسیې او اوکراين، د فلسطين او اسرائيلو تر منځ شخړې دې څنګه حل کړي؟ دا دومره اسانه نه دي او د نړيوالو ګډو هلو ځلو ته اړتيا ده. د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د دې دورې شخړې له رامنځته کېدو راهيسې چين تل د اوربند، د ملکي وګړيو د ساتنې او د بشري بحران د حلولو هڅونه کړې او کوي يې. چين د ملګرو ملتونو د نومبر مياشتې د نوبتي رئيسه هېواد په توګه د امنيت شورا هڅولی، چې د دغې شخړې راهيسې لومړۍ پرېکړه ليک تصويب کړی، د دغې شخړې په هکله يې د چين د دریځ په هکله سند وړاندی کړی، د امنيت شورا هڅونه يې کړی، چې د اوربند لپاره لا زيات فعاليتونه تر سره کړي. چين له زياتو لارو د غزې تړانګې خلکو ته د خوراکي توکو او درملو په شمول د بېړنې بشردوستانه مرستې ورلېږلې دي.

نړيواله ټولنه اوس د اوربند د غوښتنې لوړ اواز پورته کوي، خو د شخړو د ختمولو لپاره د بېلابېلو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتيا لري. که د امريکې په شمول ځينې لوېديځ هېوادونه په پر له پسې ډول د شخړې  يوې ښکېلې خواو ته وسلې برابروي، شخړې به هېڅکله پای ته ونه رسېږي.

(عکس:د روان کال په دسمبر کې په دوبۍ ښار کې د م.م د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون د لاسليکوونکو هېوادونو ۲۸مه غونډه)

دا حقيقت دی. نړۍ زموږ ګډ کور دی، خو د اقليمي بدلونونو له کبله د ځمکې کرې شکل او بڼه بدله شوې او په دې سره يې نه يوازې پر ايکولوژيکي چاپېريال او اقتصاد بلکې د انسانانو پر روغتيا منفي اغېزې کړې دي. نو هغه خبر هم زموږ پام اړولی  چې د روان کال په دسمبر کې په دوبۍ ښار کې د م.م د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون د لاسليکوونکو هېوادونو ۲۸مه غونډه تر سره شوه او ګډونوال له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره ګډو نظريو ته رسېدلي او په لومړي ځل د فوسيل سون موادو د نه کارولو په هکله تړون لاسليک کړی دی. په دې غونډه کې د چين د ګډون کوونکي پلاوي مشر جاو اينګ مين پر نړيوالو غږ کړی چې انسانان يوازې يوه ځمکه کره لري، نو د اقليمي بدلون پر وړاندې نړيواله ټولنه بايد يووالی وساتي او يو له بل سره دې همکارۍ وکړي څو د اقليمي بدلونونو د منفي اغېزو مخه ونيسي. د همدې غونډې له تر سره کېدو څخه ښکاري چې د اوسنۍ نړۍ پر وړاندې ننګونې ډېرې دي، نو د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ګډې ابادۍ ته ضرورت لري. همدغه شان خبرونه زموږ ټولو پام رااړوي. څرنګه چې اقليمي بدلون له هر تن سره تړاو لري. زموږ برخليک يو له بل سره تړلی دی.

.څرنګه چې نړۍ زموږ ګډ کور بلل کېږي. څنګه زموږ د ګډې کورنۍ چاپېريال وساتل شي؟ ځواب يې دا دی: موږ باید د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ګډې ابادۍ لپاره هڅې وکړو.

Previous Post

عزیزي: تر راتلونکو دريو کلونو به افغانستان ځان بسیاینې ته ورسوو

Next Post

په نومبر کې د چين د لويو صنعتي تصديو ګټې ۲۹.۵سلنه زياتې شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
په نومبر کې د چين د لويو صنعتي تصديو ګټې ۲۹.۵سلنه زياتې شوي

په نومبر کې د چين د لويو صنعتي تصديو ګټې ۲۹.۵سلنه زياتې شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تر سلو ډېر بندي افغانان له عربستان هېواد ته رالېږدول شوي

تر سلو ډېر بندي افغانان له عربستان هېواد ته رالېږدول شوي

مې 11, 2021
یوناما: د هرات د تېر کال زلزله ځپلي لا هم مرستو ته اړتیا لري

یوناما: د هرات د تېر کال زلزله ځپلي لا هم مرستو ته اړتیا لري

اکتوبر 7, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved