د اسټرلیا او پاکستان ترمنځ د کرکټ ټېسټ سیریز دویمه لوبه د اسټرلیا په ملبورن کې ننکوربه هېواد د ۷۹ منډو په توپیر وګټله او سیریز یې په خپل نوم کړ. د دسمبر په ۱۷مه ددغه سیریز په لومړنۍ لوبه کې د پاکستان ټول لوبغاړي په ۳۰ اورونو کې د یوازې ۸۹ منډو کولو وروسته سوځېدلي وو. دغه لوبه د ۳۶۰ منډو په توپیر اسټرلیا ګټلې وه. خو په دویمه سیالۍ کې پاکستان نسبتا ښه لوبه وکړه. د پچې له ګټلو او د توپ اچونې له انتخاب وروسته یې د اسټرلیا د ۳۱۸ منډو په ځواب کې ۲۶۴ منډې وکړې او په دوهمه پاڼۍ کې کوربه هېواد ۲۶۲ او پاکستان ۲۳۷ منډې وکړې. پاکستان په تیرو څه باندې ۲۰ کلونو کې په استرالیا کې د ټیسټ لوبه نه ده ګټلې. ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان سیریز وروستۍ لوبه د جنوري په دیمه پیل شي.
































