د ټولګټو چارو وزارت مسوولین له ټولو لویو موټر چلوونکو څخه غوښتنه کوي، چې له ټاکلې اندازې څخه د ډېر وزن له انتقال څخه دې ډډه وکړي. دوی زیاتوي، که چېرې له ټاکلې اندازې څخه زیات وزن انتقال کړي نقلیه وسایط یې درول کېږي او موټر چلوونکي به عدليې او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. د یادونې وړ ده چې د لویو مسافر وړونکو موټرو ته به په نورمال ډول له دواړو لورو او باروړونکو موټرو ته د یو ځانګړي مهالوېش له مخې د سالنګ لاره پرانیستل شوې ده.
































