د سرپرست حکومت مسوولین وایي، نړیوال بانک د پراختیايي او زېربنایي پروژو لوی تمویلوونکی شمېرل کېږي چې په تېرو کلونو کې یې په مختلفو سکټورونو کې ډېرې پروژې تمویل کړې دي. د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وایي، نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې به خپلې ۴۵ نیمګړې پروژې چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې کار درېدلی، تمویل او کار به یې بېرته پیل کړي.
حبیب د نړیوال بانک له خوا د یادو پروژو پیلول د افغانستان د اقتصاد لپاره یو ګټور ګام بولي. د اقتصادي چارو شنونکي هم د نړیوال بانک د دغه اعلان هرکلی کوي او وایي چې دا ګام به د افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي.
































