د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د انجنیرۍ او اوبولګولو د پراختیا ریاست له خوا د بامیانو ولایت په ۶ ولسوالیو کې د ۱۴ میلیونه او ۳۲ زره افغانیو په لګښت د ۶ چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوې دي. دغه چکډېمونه د بامیانو ولایت د یکاولنګ ۱، یکاولنګ ۲، شیبر، سیغان، کهمرد او ورث ولسوالیو کې جوړېږي. د مالوماتو له مخې د دغو چکډېمونو رغنیزې چارې به د ۲ میاشتو په موده کې بشپړې او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي. دغه چکډېمونه چې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو د مدیریت په موخه جوړېږي، تر څنګ پکېد يادو ولسواليو لسګونه اوسېدونکو ته د لنډې مودې لپاره د کار زمينه هم برابره شوې ده.
































