د پاکستان په عمومي ټاکنو کې د عمران خان د نوماندۍ غوښتنلیک رد شو. پاکستاني رسنیو د عمران خان په مشرۍ د پي ټي آی ګوند غړو له خولې ویلي چې د هغه ترڅنګ د یاد ګوند مخکښ غړي او د پاکستان پخواني بهرنیو چارو وزیر، محمود قریشي نوماندۍ غوښتنه هم نه ده منل شوې. ټاکل شوې د پاکستان عمومي ټاکنې د راتلونکي کال د فېبرورۍ په اتمه نېټه وشي.
































