د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د روانې میاشتې په نهمه نېټه له پاکستان څخه د څه باندې ۵۰۰ افغان کډوالو د ایستلو خبر ورکړی دی. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. راستنېدونکي کډوال له نوم لیکنې وروسته د مرستو ترلاسه کوو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي. له پاکستان او ایرانه هره ورځ سلګونه افغان کډوال هېواد ته راستنېږي.
































