پاکستان وایي له افغانستان سره به د سوداګرۍ په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته شي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان یو وار بیا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دمګړی په پنځو بندرونو کې له افغانستان سره تګ راتګ پيل شوی دی او سوداګري پرې روانه ده. دده په خبره په دې سیمو کې خرلاچي، چمن، تورخم، غلام خان او انګور اډه شامل دي. هغه وایي د سوداګرو موټرونه پر دې لار تګ راتګ کوي او حکومت دا هڅه کوي چې د موټرونو د اداري کارونو په خلاصولو کې چټکتیا راولي. محمد صادق زیاته کړې چې په دې سره به موټرونه په ورځو ورځو نه درېږي او د سوداګرو لپاره به ستونزې نه جوړېږي.