د امریکا د تکزاس ایالت د فورټ ورث ښار په یوه هوټل کې چادونه شوې، چې له امله یې ۲۱ تنه ټپیان شوي. د یاد ښار پولیسو ویلي، چې د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضیعت ښه نه دی. که څه هم تر اوسه د یادې پېښې د رامنځته کېدو ښکاره علت نه دی څرګند، خو عیني شاهدانو د تکزاس پولیسو ته ویلي، چې تر چاودنې وړاندې په هوټل کې دننه د طبیعي ګاز بوی احساس کېده.
































