د پکتیکا ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو ۶ شبکو په جوړولو سره ۸۳۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د پکتیکا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست ترچتر لاندې د آغاخان موسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۶ شبکې او دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د مسوولینو په خبره د یادې پروژې په پلې کېدو سره د سیمې سلګونو کسانو ته د کارزمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې ۸۳۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
































