د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې شوې. د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد کمیسیون په نننۍ ناسته کې پر ۲۷ پروژو بحث شوی دی چې له ډلې یې د ۲۴ هغو تړونونه منظور شوي دي. منظور شوې پروژې د ملي دفاع، کورنیو چارو، ټولګټو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، عامې روغتیا، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍاړوند دي. په منظور شوو پروژو کې د پارنده پنجشیر د مایکرو هایدل برېښنا بند جوړولو، زابل ولایت کې د توري بند د پاتې چارو بشپړولو، په کابل ښار کې د ځینو مهم سړکونو اساسي جوړونې، په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسولو، د چټکو انټرنټي خدمتونو رسولو او نورې پروژې شاملې دي.
































