ټرمپ له المان د سرتېرو د ایستلو په تړاو له خپلې پرېکړې دفاع کړې ده. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي المان هر کال میلیاردونه ډالر د انرژۍ د تامین لپاره روسیې ته ورکوي نو امریکا یې ولې امنیت ونیسي. دده په خبره المان ناټو ته د خپلو ناخالصو عایداتو د دوه سلنې له ورکړې هم ډډه کړې ده نو د امریکا له لوري ددغه هېواد ساتنه بې مانا ده. ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې له المان د نږدې ۱۲ زره امریکایي عسکرو د وتلو بهیر پيل شوی دی. دغه بهیر تېره ورځ د امریکا ددفاع وزیر مارک ایسپر په رسمي توګه پيل کړ.
































