د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې د افغان کډوالو د انتقالولو د بهیر په ترڅ کې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړنۍ الوتنه کې ۲۹۵ تنه افغان کډوال له پاکستان څخه دغه هیواد ته انتقال کړي دي. دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا شمیر افغان کډوال د پاکستان څخه د کاناډا د تورنټو ښار ته انتقال شوي دي. په ورته وخت کې په کاناډا کې د بیا میشتیدو لپاره د نږدې ۱۸ زره افغانانو غوښتنلیکونه لا هم د کاناډا او نړیوالو غیر دولتي ټولنو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو ان اچ سي ار) لخوا تر غور او کتنې لاندې دي. کاناډا په تیرو دوو کلنو کې د پاکستان سربیره د تاجیکستان او متحده عربي اماراتو څخه هم په چارټر الوتکو کې په سلګونو افغان کډوال دغه هیواد ته انتقال کړي دي.
































