د ایران په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي براین هوک ویلي، ایران هڅه کوي یمن د تل لپاره د جګړې په اور کې وسوځي. هغه چې پر ایران د بندیزونو د دوام په اړه د خبرو لپاره لندن ته تللی دی په یاد هېواد کې یې له چارواکو سره په لیدنه کې زیاته کړې، پر ایران د اروپایي ټولنې لګول شوي بندیزونه چې په ۲۰۲۳ کال کې ختمېږي کافي نه دي. نوموړي ویلي، د دې لپاره چې ایران په سیمه کې له ورانکاره کړنو راوګرځي په کار ده چې ورباندې بندیزونه وغځول شي. هوک زیاته کړې، پر ایران د لګول شویو بندیزونو له پایته رسېدو سره سیمه نوره هم بې ثباته کېږي نو غوره ده چې بندیزونه تمدید او لا سخت کړل شي.
































