د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې د روانو شل اووریزو سیالیو د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې پاکستان ته په ۲۱ منډو ماته ورکړه. نیوزیلنډ په دې بریا سره د پنځو شل اووره سیالیو لوبلړۍ کې ۲-۰ مخکې دی. نیوزیلنډ په نننۍ لوبه کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۹۵ منډو هدف ورکړ چې پاکستانۍ لوبډلې د لوبې په دویمه پاڼۍ کې ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای او لوبه یې بایلوده.
































