د تانزانيا حکومتي چارواکي وايي چې د دغه هېواد په شمال کې د ځمکې ښويېدنې له امله په یوه کوچني کان کې ۲۲ کارګر مړه شوي دي. د تانزانیا ولسمشرې سامیا سولوهو حسن ويلي چې پېښه د سمیو سیمې د بیرادي ولسوالۍ په نګالیتا کان کې رامنځ ته شوې ده. د چارواکو په وينا، پېښه داسې مهال شوې چې يوې ډلې کارګرو هغه سیمه کې کيندنې پيل کړې چې د اورښتونو له امله د ځمکښوويېدنې له وېرې د کيندنې چارې بندې اعلان شوې وې. د ژغورنې ډلې وايي چې له دغه کانه يې د يادو کارګرو جسدونه رااېستلي دي.
































