چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د فلسطين او اسرائيل مسئلې حل د نړیوالو عادلانه دریځ ته اړتيا لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 16, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د فلسطين او اسرائيل مسئلې حل د نړیوالو عادلانه دریځ ته اړتيا لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په دې وروستيو ورځو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنیو اړيکو څانګې مشر ليو جيان چاو د امريکا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وينا خپره کړې او له بهرنيو چارواکو سره يې د نظريو تبادله کړې. په دې بهير کې یوه پوښتنه وړاندې شوې، چې چین به د حماس غندنه وکړي که نه؟ له دې پوښتنې څخه دا په ډاګه شوې،‌ چې د ځينو لوریو په اند،‌ چين له عربي هېوادونو او اسلامي هېوادونو سره يو ځای ولاړ دی او په دې ناخوښ دي.

حقيقت دا دی، چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷مه نېټه يانې د بريدونو په لومړۍ ورځ چين پر عامو خلکو باندې د بريدونو غندنه کړې. خو اسرائيل په افراطي او زورزياتي ډول ځوابي عمليات تر سره کړي او په پای کې يې ډېر سخت بشري بحران رامنځته کړی دی. د اسرائيل کړنې هم د منلو وړ نه دي. د ليو جيان چاو په وينا، اسرائيل بايد پر خپلو کړنو له سره غور وکړي، د مثال په توګه، د فلسطين په خاورو کې استوګنځي جوړوي او فلسطينيان شړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د ليو جيان چاو څرګندونې د فلسطين او اسرائيل پر مسئلې باندې د چين تلپاتې دريځ دی. د چین په اند، د فلسطين او اسرائيل د مسئلې اصلي لامل دا دی،‌ چې له څه باندې تېرو ۷۰ کلونو راهيسې د فلسطينيانو لخوا د هېواد د جوړولو پر حق، د ژوند حق او د ستنېدو حق له پامه غورځول شوي دي. د حل لار دا ده، چې د دوو هېوادونو طرحه پلې شي، په ۱۹۶۷م کال کې د ټاکل شوې پولې له مخې، د ختيځ بیت المقدس په پلازمېنې او پوره ملي حاکميت لرونکي فلسطين هېواد جوړ کړي.

د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي د ۲۰۲۳م کال په نومبر کې د عربي هېوادونو او اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په خبرو اترو کې هم د دې مسئلې په اړه د چین دريځ وړاندې کړی، چې سمدلاسه اوربند تر سره کړي،‌ اسرائيل بايد د غزې تړانګې پر عامو خلکو ګډه سزا بنده کړي او د نړيوال قانون په تېره بيا د نړیوال بشري قانون مراعات وکړي.

چين نه یوازې دغه بريدونه غندي چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷مه نېټه پېښ شول، بلکې پر دې ټينګار لري چې اوربند تر سره شي او اسرائيل د بشري بحران له رامنځته کولو لاس واخلي. چين تل له سولې، عدليې او بشريت سره يو ځای ولاړ دی. خو د ځينو خلکو په اند،‌ هر هېواد به يو اړخ انتخاب کوي، چې دا ناسم فکر دی.

ولې د فلسطين او اسرائيل مسئلې په تېر اوږدمهال کې نه دي حل شوې؟ يو مهم لامل یې دا دی، چې امریکا په دې مسئله کې د منځګړي په توګه رول لوبوي. خو امريکا په اوږدمهال کې له اسرائيل سره يو ځای ولاړه ده.

د ټرمپ حکومت بیت المقدس د اسرائيل پلازمېنه وباله او ژمنه يې کړې وه، چې د اردن په لوېديځه غاړه کې د اسرائيلي وګړو د استوګنې مشروعيت ومني. د بايډن حکومت پرې هېڅ تعدیل او سمون نه دی تر سره کړی. په عين وخت کې د بايډن حکومت له فلسطين څخه کافي ملاتړ نه دی کړی. امریکا څو څو ځله د فلسطين او اسرائيل پر مسئلې باندې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا مسودې رد کړې، پر دې مسئلې باندې د نړيوالې ټولنې عادلانه غږونه يې بند کړي.

د امريکا د غير عادلانه دريځ له امله، د دوو هېوادونو طرحه څنډې ته شوې او فلسطينيان د خپل هېواد د جوړولو له موخې څخه هم نور لرې شوي دي.

اوس د فلسطين او اسرائيل روانې شخړې سختې پراخې شوې دي. امريکا او برېټانيا په سور سمندر کې په يمن کې پر حوثي وسله والو بريد کړی،‌ حوثي وسله والو ويلي چې دوی به ورته کلک ځوابي عمليات تر سره کړي. دا ويل شوي، چې د فلسطين مسئلې د منځني ختيځ د مسئلې مرکز دی. که د فلسطين مسئلې په عادلانه ډول حل نه شي،‌ نو په منځني ختیځ‌ کې به دايمي سوله او ثبات رانه شي.

د دې مسئلې د حل په بهير کې د نړيوالې ټولنې ګډو هڅو او عادلانه واکونو ته اړتيا لیدل کېږي.

Previous Post

افغانستان تېر کال له روسیې څخه ۴۲۸ زره ټنه ګاز او تېل وارد کړي دي

Next Post

روان کال په بغلان کې ۴۳ تعلیمي مرکزونه بیارغول شوي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
روان کال په بغلان کې ۴۳ تعلیمي مرکزونه بیارغول شوي دي

روان کال په بغلان کې ۴۳ تعلیمي مرکزونه بیارغول شوي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين د اقليمي بدلون په اړه خپلې کړې ژمنې پوره کوي

دسمبر 6, 2023
کرکټ؛ د ای پي ایل د بولۍ مراسم نن پیلېږي

کرکټ؛ د ای پي ایل د بولۍ مراسم نن پیلېږي

نوومبر 24, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ