د ترکیې په ایا صوفیه جومات کې له ۸۶ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د اختر لمونځ ادا شو. ایا صوفیه تاریخي جومات د جولای میاشتې په ۲۴ مه نېټه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان، د کابینې غړیو، د پارلمان وکیلانو، مخورو سیاستوالو او د سیاسي ګوندونو د مشرانو او په سلګونو زرو تنو هېوادوالو په ګډون د عبادت پر مخ پرانیستل شو او له ۸۶ کلونو وروسته پکې لمونځ ادا شو. په ایا صوفیه جومات کې له ۸۶ کلونو وروسته لومړی د اختر لمونځ هم د ترکیې د دیني چارو د رییس په امامت ادا شو.
































