پاکستان کې د هوایي برید وروسته اسلام اباد کې د ایران سفارت چارسمبالی بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی دی. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ایران لخوا د دغه هېواد د هوایي حریم نقض ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې جدي پایلې به ولري. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د تهران او اسلام اباد ترمنځ د خبرو اترو سربېره هم تهران په ښکاره د پاکستان هوایي حریم نقض کړی چې د راتلونکو پایلو مسوولیت به هم د ایران په غاړه وي. له دې مخکې ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې سپاه پاسداران ځواکونو پاکستان کې د جیش العدل پر مرکز د بې پېلوټه الوتکې او راکټي برید کړی دی.
































