په بدخشان ولایت کې د ښځو لپاره د یو مارکېټ او یو ټولنیز مرکز په پرانیستلو سره، د سوداګریزو فعالیتونو او د لاسي صنایعو د پلورنې په برخه کې د ښځو هیلې زیاتې شوې دي. د دې ولایت د ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د ښوونکو د یوې موسسې په مرسته یې د ښځو د غونډو د جوړولو لپاره، د ښځو د مارکېټ او ټولنیز مرکز د جوړول کار پیل کړی دی. د چارواکو په خبره دغه ځانګړی مارکېټ به په دوو پوړونو کې جوړ شي او دیرش غرفې به ولري. د ښځو لپاره یاد بازار په داسې حال کې جوړیږي، چې تر دې وړاندې په دې ولایت کې د ښځو لپاره درې بازارونه وو، چې یو له دوو کلونو راهیسې غیر فعال دی.
































