د پاکستان صدراعظم انورالحق کاکړ نن د پوځ او استخباراتو له مشرانو سره وروسته له هغه بیړنۍ غونډه کوي چې هېواد یې له ایران سره د یو بل په خاوره بریدونه وکړل. په روانه اونۍ کې د بلوچستان په ناکراره سرحدي سیمه کې د ایران او پاکستان ترمنځ کم ساري پوځي اقداماتو په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنې پارولي دي. ایران د سې شنبې په شپه په پاکستان کې د “ترهګرو” په هدفونو باندې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید وکړ، او پاکستان په ځواب کې د پنجشنبې په ورځ د ایران په خاوره کې د وسله والو هدفونه په نښه کړل. پاکستان له تهران څخه خپل سفیر ورغوښتی او ویلي یې دي چې د ایران سفیر چې کور ته په سفر دی، اسلام اباد ته له ستنېدو منع شوی دی.
































