د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د روانې میاشتې له پیل راهیسې په افغانستان کې د شدیدو تنفسي ناروغیو له امله ۱۹۷ کسان مړه شوي. یاد سازمان د ساري ناروغیو د خپرېدو د راپور په خپرولو سره ویلي چې په مړو شویو کې تر ۸۳ سلنه زیات له ۵ کلونو کم عمره ماشومان او تر ۴۴ سلنه زیاتې ښځې دي. د روغتیا نړیوال سازمان د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په دې موده کې د شدیدو تنفسي ناروغیو نږدې ۸۰ زره پېښې ثبت شوي چې ډېری یې ښځې او له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي. دغه سازمان ټینګار کړی چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو اوسنی شمېر له ۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۲ کلونو پورې په تېرو درېیو کلونو کې له اوسط شمېر څخه لوړ دی.
































